د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

محمد نبي، راشد خان او مجیب د پاکستان کرکټ سوداګریز لیګ کې واخیستل شول


ارشیف، محمد نبي او راشد خان
ارشیف، محمد نبي او راشد خان

د پاکستان کرکټ په سوداګریز لیګ کې د افغانستان درې تکړه لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب‌الرحمن واخیستل شول.

له شپږو لوبډلو جوړ دغه لیګ چې په ۲۰۱۵م کال کې پیل شوی، هر کال ترسره کېږي.

په بل خبر کې، د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له ایرلنډ سره د راروانو مسابقو د چمتووالي لپاره په متحده اماراتو کې د ملي ټیم تمرینات له تېرې شنبې په شدت سره روان دي.

په پام کې ده د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه د جنورۍ میاشتې پر ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه درې یو ورځنۍ یا ۵۰ اووره مسابقې وکړي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون ناوخته د پیل شویو تمریناتو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په متحده عرب اماراتو کې تمریناتي کمپ پیل کړ چې موخه‌یې د ایرلنډ په وړاندې درېیو نړیوالو یو ورځنیو مسابقو ته چمتووالی دی. دغه لوبې به د افغانستان په کوربه‌توب د شېخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شي."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تېره اوونۍ متحده عرب اماراتو ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG