د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

بریتانیا زیانګالو هېوادونو ته د کرونا ضد واکسین رسولو لپاره بسپنه ټوله کړې


بریتانیا کې د کرونا ویروس د تطبیق لړۍ
بریتانیا کې د کرونا ویروس د تطبیق لړۍ

بریتانیا وايي زیانګالو هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد واکسین له رسولو سره د همکارۍ لپاره‌یې له نړیوالو مالي مرستندویانو نږدې یو میلیارد ډالره بسپنه ټوله کړې ده.

بریتانیا ویلي، د دې ترڅنګ‌یې د یوه ځانګړي پروګرام له لارې د ۵۴۸ ملیون پاونډو مرستې ژمنه کړې ده.

دا داسې پروګرام دی چې د مرستندویانو د هرو څلورو ډالرو په وړاندې یو پاونډ ورکول کېږي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، کاناډا، جاپان او جرمني د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې په ټوله کې یې د ۱،۷ میلیارد ډالرو په ټولولو کې له دې ځانګړي پروګرام سره مرسته کړې ده.

دا بسپنه به روان میلادي کال ۹۲ پرمختیايي هېوادونو ته د کرونا ضد واکسین په رسولو کې مرسته وکړي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د ارقامو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۰ ملیونو ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG