د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

افغان کرکټ ملي لوبډلې په اماراتو کې تمرینونه پيل کړي


د کرکټ ملي لوبډله په اماراتو کې د تمريناتو پر مهال
د کرکټ ملي لوبډله په اماراتو کې د تمريناتو پر مهال

د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي په متحده عربي اماراتو کې له ایرلند سره د لوبو لپاره تمرینونه کوي.

د افغانستان او ایرلند لوبې د همدې جنورۍ په ۲۱، ۲۴ او ۲۶ مه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې ترسره کېږي.

کرکټ بورډ په یوه بیان کې ویلي، چې افغان لوبغاړي به د لوبې دری واړو برخو توپ اچوونې، توپ وهنې او ډګرساتنې په برخو کې لنډې او ښې روزنې وویني څو له ایرلند سره لوبو ته چمتو وي.

د افغانستان د کرکټ درې وتلي لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن هم چې د اسټرالیا په بېګ بش کې لوبېږي دې لوبو ته ورځي.

محمد نبي وړمه ورځ په خپل فیسبوک لیکلي و چې د ملي ټیم د لوبو لپاره ابوظبۍ ته ولاړ.

XS
SM
MD
LG