په بامیانو کې د فوټبال پنځه ورځنی روزنيز پروګرام نن پای ته ورسېد.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه روزنیز کورس کې ۲۴ روزونکو برخه اخیستې وه.
ښاغلی مشعوف وایي، د دغه روزنیز پروګرام د جوړولو هدف له نویو قوانینو سره د روزونکو بلدتیا وه.