د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

د کابل د ښځو والیبال سیالۍ د سرې میاشتې لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې


ارشیف
ارشیف

د کابل د ښځو د والیبال سیالۍ نن د سرې میاشتې لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مطبوعاتي غړي مجیب قاریزاده نن ازادي راډیو ته وویل چې پای‌لوبه د سرې میاشتې او امېد لوبډلو ترمنځ وشوه چې په نتیجه کې يې سرې میاشتې لوبډلې ٣ د یو په وړاندې لوبه وګټله او د اتلولۍ مقام‌يې خپل کړ.

ښاغلي قاریزاده وایي په یادو سیالیو کې امېد لوبډلې دوهم او د کابل ښاروالۍ لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.

دا سیالۍ د والیبال سیالیو د ودې او د ښځینه والیبال لیګ ته د غوره څېرو د پېژندلو په هدف پیل شوې وې.

ویل کېږي چې د ښځو د واليبال د غوره لیګ سیالۍ به د حوت په میاشت کې د کابل په کوربه‌توب ترسره شي.

XS
SM
MD
LG