د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۳

اندونیزیا د خپلې لوېدلې مسافر وړونکې الوتکې ټوټې او د مړو پاتې شوني وموندل

د لوېدلې اندونیزیايي الوتکې پاتې شونې
د لوېدلې اندونیزیايي الوتکې پاتې شونې

اندونیزیا د هغې مسافر وړونکې الوتکې ټوټې او د مړو پاتې شونې موندلي چې پرون له پلازمېنې جاکارتا له پورته کېدو څو دقیقې وروسته په سمندر کې راولوېده.

د اندونیزیا د دغې مسافر وړونکې الوتکې ټوټې پوځي لامبوزنو د جاوا سمندرګي په تل کې ۲۵ متره تر اوبو لاندې موندلې دي.

د اندونیزیا د هوايي ځواکونو مارشال هادي تایانتو په یوه بیان کې وویل چې د پلټونکي ټیم له‌خوا یې راپورونه ترلاسه کړي چې وایي، د سمندر اوبه رڼې دي، هر څه ښه لیدل کېږي او دا دوی ته اجازه ورکوي چې د الوتکې یو شمېر ټوټې ومومي.

نوموړي د دغې پېښې په اړه وویل چې په اوس وخت کې ویلی شي چې دغه الوتکه راغورځېدلې ده.

د پلټنې او ژغورنې په عملیاتو کې له دې مخکې د انسانانو د بدن ټوټې او په هغوی پورې اړوند مشکوک شیان موندل شوي وو.

اندونیزیا کې د لوېدلې الوتکې موندلو عملیات
اندونیزیا کې د لوېدلې الوتکې موندلو عملیات

د اندونیزیا د سریویجایا د هوایي شرکت له دغې ۷۳۷ ډوله الوتکې سره چې اته عمله او ۵۴ مسافر په‌کې سپاره و، پرون شنبې په سیمه‌ییز وخت ماسپښین دوه نیمې بجې د پلازمېنې جاکارتا له هوایي ډګره له پورته کېدو یوازې څلور دقیقې وروسته تماس پرې شو او د رادار له کرښې ورکه شوه.

دغه الوتکه له جاکارتا کالیمانتان ولایت ته په لاره وه.

وروسته له هغې چې صوتي وسیلې د الوتکې سېګنالونه وموندل، د اندونیزیا چارواکو وویل چې د پوځ د لامبوزنو ټیم د دغې الوتکې ټوټې په نښه کړې دي.

د فلایټ راډار ۲۴ انټرنټ پاڼه چې د الوتکو مسیر تعقیبوي، ثبت شوي معلومات ښیي چې دغه الوتکه تر پورته کېدو وروسته مخکې له دې چې په څه کم یوه دقیقه کې ۷۵ متره خپله ارتفاع له لاسه ورکړي، تر ۳،۳۵۰ مترو پورې لوړه شوې وه.

ویل کېږي چې دغه بوینګ ۷۳۷ الوتکه نږدې ۲۷ کاله زړه وه او مخکې د امریکا په متحده ایالاتو کې ترې کار اخیستل شوی و. په اوس وخت کې د بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکې په نړۍ کې ډېرې الوتنې کوي او د دغې الوتکې د نوي ماډل ماکس اته د اتومات کنټرول ستونزه نه‌لري.

اندونیزیايي لوېدلې الوتکې ته ورته بوینګ ۷۳۷ الوتکه
اندونیزیايي لوېدلې الوتکې ته ورته بوینګ ۷۳۷ الوتکه

له دې مخکې په اندونیزیا کې په ۲۰۱۸ کال د الوتکې د راغورځېدو په تر ټولو لویه پېښه کې همدا د بوینګ نوې ۷۳۷ ماکس اته ډوله الوتکه ښکېل وه. د دې هېواد د یوه بل، د لیون آیرد هوایي شرکت اړوند د دغې الوتکې د راغورځېدو ېه پېښه کې د دې الوتکې د عملې په ګډون ټولې ۱۸۹ سپرلۍ وژل شوې وې.

له دې پېښې پنځه میاشتې وروسته بوینګ ۷۳۷ ماکس اته الوتکه په ایتوپیا کې راوغورځېده چې له امله‌یې دغه الوتکې د ۲۰ میاشتو لپاره له الوتنو بندې شوې ترڅو له پیلوټ پرته په اتومات ډول د الوتنې د کنټرول ستونزه‌یې هواره شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG