د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

په کابل کې د پانکريشن سيالۍ ترسره شوې


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د پانکریشن سيالۍ شپاړسم پړاو نن په کابل کې ترسره شو.

د دغه فدراسیون رئیس نور سیار ازادي راډیو ته وویل، په دغو سیالیو کې د کابل له بېلابېلو کلپونو ١٠٠ لوبغاړو ګډون کړی وو چې د یوې ورځې لپاره دغه لوبې ترسره شوې.

ښاغلی سیار وایي، د دغو سیالیو هدف د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل وو.

نوموړي وویل، چې د دي یو ورځنیو سیالو په پای کې، لس غوره لوبغاړي د کابل ملي ټیم لپاره وټاکل شول.

چارواکي وایي، چې دې لسو تنو بهر ته هم په سیالیو کې د ګډون لپاره جواز ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG