د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

عمران خان د کوټې هزاره ګانو ته: که خپل مړي ښخ کړئ حاضر یم چې درسره وګورم


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

عمران خان د کوټې له هزاره ګانو غوښتي چې که دوی د مچ پېښې مړي ښخ کړي، نو دی په خپله کوټې ته ورځي خو د حکومتي چارواکو د بدنامولو یا بلېکملېلینګ ګواښ نه شي منلای.

د پاکستان صدراعظم ښاغلي خان دا خبره جمعه د جنورۍ پر اتمه په اسلام اباد کې د خصوصي ټېکنالوژۍ زونونو د پیلولو پروګرام ته په وینا کې وکړه.

(د جنورۍ ۳مه) د کوټې شااوخوا شپېته کیلومترۍ ته پروت د مچ په سیمه کې وسله والو بریدګرو یوولس کان کیندونکي چې ټول یې هزاره ګان و وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي.

یوولس کان کیندونکي د جنورۍ په دریمه د وسله والو په برید سره ووژل شول چې ټول یې هزاره ګان و.
یوولس کان کیندونکي د جنورۍ په دریمه د وسله والو په برید سره ووژل شول چې ټول یې هزاره ګان و.

په دې کې اووه تنه د افغانستان هزاره وګړي دي.

د وژل شوېو اهل تشیع هزاره ګانو خپلوانو د دې پېښې پر ضد د احتجاج په توګه د پنځو ورځو په تېرېدو لا هم مړي نه دي ښخ کړي.

په دې سربېره چې د دې پېښې هر اړخیزه پلټنه غواړي د قربانیانو کورنۍ او خپلوانو یې دا شرط اېښی تر هغو چې عمران خان نه وي ورغلی او د خوندیتوب ډاډ یې نه یې ورکړی، تر هغې خپل مړي خاورو ته نه سپاري.

عمران خان د جمعې په ورځ وویل چې هزاره ګانو باندې ډېر ظلم شوی خو که مړي خاورو ته وسپاري دی ورسره ګوري:"ما دوی ته پوره ډاډ ورکړی چې تاوان به ورکوو او ښه پام به پرې ساتو. تر پرونه چې کومې غوښتنې دوی لرلې موږ ټولې منلي. له دې سټیجه غږ کووم چې که نن هم خپل مړي خاورو ته وسپاري زه کوټې ته ورځم او ورسره ګورم."

د پاکستان د اپوزیسیون ګڼو مشرانو هم له هزاره پرلتوالو سره غمشریکې کړي او ځینې یې کوټې ته ورغلي دي.

د مسلم ليګ ن ګوند، پيپلز پارټۍ او جمعیت علمای اسلام مشرانو له صدراعظم عمران خان غوښتي چې "خپله لویي دې پرېږدي" او زغرده دې په کوټه کې د هزاره ګانو احتجاجي پرلت ته ورشي.

د مسلم ليګ ن مرستيالې مشره مريم نواز، د پيپلز ګوند مشر بېلاول بوټو زرداري او جمعیت علمای اسلام ف یو مرکزي مشر مولانا غفور حیدري په کوټه کې پر احتجاج ناستو هزاره ګانو سره د پیوستون لپاره پنجشنبه د هغوی پرلت ته ورغلي وو.

داعش یا اسلامي دولت ډلې د هزاره کان کیندونکو د وژلو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

په کوټې سربېره د کراچۍ هزاره ګانو هم لویې لارې بندې کړي او اعتراض یې پیل کړی دی.

د کوټې او کراچۍ د هزاره ګانو اعتراضي پرلتونو په کوټه او کراچۍ کې کاروبارونه اغېزمن کړي.

وحید احمد وايي په ایسار شویو لاریو کې څلور سوه کانټینره میوه هم بار ده چې ښايي ژر خرابې شي.
وحید احمد وايي په ایسار شویو لاریو کې څلور سوه کانټینره میوه هم بار ده چې ښايي ژر خرابې شي.

د توکو د انتقال د یوې ټولنې رئیس رانا اسلم ازادي راډيو ته ویلي چې څه باندې پنځوس زره لارۍ له څلورو ورځو د کراچۍ په لویه لار درېدلې دي.

د پاکستان د صادروونکو ټولنې رئیس وحید احمد وايي چې په ایسار شویو لاریو کې څلور سوه کانټینره میوه هم بار ده چې ښايي ژر خرابې شي.

د پاکستان د هوايي شرکت پي ای اې ویاند وايي چې اعتراضي ناستې د دې لامل شوي چې یو پنځوس کورنۍ او بهرنۍ الوتنې لغوه شي.

د رېل پټلیو مسوولینو ویلي چې د ښار دننه یا چټکو اورګاډو سفرونه هم له ځنډ سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG