هنګري د کرونا ویروس د مخنیوي په مقصد لګېدلي محدودیتونه د فبروري تر لومړۍ نېټې پورې تمدید کړل.
په دې محدودیتونو کې د شپې له اتو د سهار تر پنځو بجو ګرځبندیز، د خلکو پر راټولېدو بندیز او د رسټورانټونو او کافي ګانو د تړلو تدابیر شامل دي.
د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) د هنګري له دولتي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا تدابیر به تر هغه وخته دوام وکړي چې د کرونا ضد واکسین خلکو ته په پراخه کچه ورکړل شي.
په هنګري کې په کروناویروس د اخته کسانو ټول شمېر له ۳۳۷ زرو اوښتی او د دې ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر لس نیم زرو ته نژدې شوی دی.