د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

جورجیا کې د سنا جرګې د ۲ څوکیو لپاره د ټاکنو پایله پر پالیسیو اغېز لري


جورجیا کې ټاکڼې
جورجیا کې ټاکڼې

د امریکا په جورجیا ایالت کې د سنا جرګې د دوو څوکیو لپاره منځپړاوه انتخابات پرون (سې شنبه، د مرغومي ۱۷مه) وشول.

د جورجیا د دغو انتخاباتو پایله په سنا جرګه کې اکثریت د ډیموکراټ یا جمهوریپال ګوند په ګټه بدلولی شي.

اوس په دې جرګه کې چې د ټولو څوکیو شمېر یې ۱۰۰ دی، جمهوریپال ۵۰ او دیموکراتان ۴۸ څوکۍ لري.

د دې انتخاباتو نتیجه به د امریکا د دولت پر راتلونکو پالیسیو مهم اغېز ولري.

که جمهوریپال ګوند ډېرې رایې وګټلې، په سنا جرګه کې د دغه ګوند دوه سناتوران ډیوېد پردو او کیلي لوفلر به پر خپلو څوکیو پاتې شي.

د دوی په مقابل کې دیموکرات ګوند د مستندو فلمونو ډایرکټر جان اوسوف او د اتلانتا ښار د تورپوستو د یوې تاریخي کلیسا پادري رافایل وارنوک کاندیدان کړي دي.

د تورپوستو د یوې تاریخي کلیسا پادري رافایل وارنوک
د تورپوستو د یوې تاریخي کلیسا پادري رافایل وارنوک

د دواړو رایې سره نژدې ښکاري، خو نن څرګنده شوه د دیموکرات ګوند رافایل وارناک بریالی شوی دی.

'اېن.بي.سي' شبکه وايي، په انتخاباتو کې د دواړو ګوندونو د کاندیدانو ترمنځ څنګ په څنګ سیالۍ ته په کتو نه شي کولی چې د انتخاباتو د نتیجې په اړه وړاندوینه وکړي.

دې شبکې په عین حال کې ویلي چې د نوومبر د درېيمې نېټې د عمومي انتخاباتو پرتله په دې ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند د رایې ورکوونکو شمېر کم دی.

دا انتخابات د دې لپاره کېږي چې د نوومبر په درېيمه نېټه د دې دوو څوکیو لپاره کاندیدانو د بریالیتوب لپاره پنځوس جمع یو رایې ترلاسه نه کړای شوې.

د جورجیا د انتخاباتي قانون له مخې، په داسې صورت کې باید بیا رایې واخېستل شي.

جوبایډن ته چې د نوومبر د درېيمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بریالی شو، د خپلو پروګرامونو د بریالیتوب لپاره په سنا جرګه کې اکثریت مهم دی.

که جمهوریپال وتوانېد چې د جورجیا دواړه څوکۍ وګټي، په راتلونکو دوو کلونو کې به د جو بایډن د پالیسیو په غوره کولو کې اغېز ولري.

ډیموکراتان په استازو جرګې کې اکثریت لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د دې لپاره چې په پیل کې ډېرې هغه رایې چې د پوستې له لارې استول شوي شمېرل شوي، نو کېدای شي د حضوري رایو له شمېرل کېدو سره په نتیحه کې توپیر راشي.

ویل کېږي چې د نن چهارشنبې تر غرمې پورې به د انتخاباتو پابله څرګنده شي.

ډونالډ ټرمپ پرون د جمهوریپال ګوند د دواړو کاندیدانو د ملاتړ لپاره جورجیا ته لاړ او په یوه انتخاباتي غونډه کې یې ګډون وکړ.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د امریکا کانګرس یعنې د استازو او مشرانو جرګو غړي نن ګډه غونډه وکړي، څو د نوومبر د انتخاباتو د الیکترول کالج نتیجې تایید کړي.

د الیکترول کالجونو د نتیجې پر اساس جوبایډن د نوومبر د ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي.

کانګرس له معمول سره سم د انتخاباتي کالجونو نتیجه تاییدوي، خو د دې لپاره چې ټرمپ د انتخاباتو نتیجه رد کړې دا ځل د کانګرس له لوري د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجې تایید توجه ځان ته اړولې ده.

XS
SM
MD
LG