ټاکل شوې، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي.
افغان ملي لوبډله به د ایرلنډ پر وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د لیګ په درشل کې د روانې جنورۍ میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي.
یادې لوبې په اماراتو کې ترسره کېږي، خو د دغه هېواد له لوري د کوېډ١٩ ناروغۍ له امله د افغانستان په ګډون پر یو شمېر نورو هېوادونو ویزې بندې شوې چې لوبغاړو ته د ویزو د اخيستلو چاره يې ټکنۍ کړې ده.