د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

د قاسم سلیماني د وژنې تلین؛ زرګونه عراقیان تحریر څلور لارې کې راټول شول


عراق کې مظاهره چیان
عراق کې مظاهره چیان

تېرکال د جنورۍ په دریېمه د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ځواک مهم قوماندان جنرال قاسم سلیماني وواژه.

له نوموړي سره د حشد الشعبي په نوم د یوې عراقي ملېشې ډلې مرستیال عبدالمهدي المهندس او څو نور وسله وال هم ووژل شول.

د یکشنبې په ورځ بغداد کې ګڼو مظاهره چیانو د سلیماني او المهندس عکسونه پورته کړي وو او ځینو یې له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.

د شنبې په ماښام زرګونو ماتم کوونکو د سلیماني، المهندس او ورسره د وژل شویو نورو اتو کسانو په درناوي د بغداد هوايي ډګر ته په تللي لویه لاره لاریون وکړ.

یو کال مخکې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا په یوه هوايي برید کې د ایران د قدس ځواک پخوانی قوماندان جنرال قاسم سلیماني او د عراق د شیعه ملېشو یو مشر ووژل شول.
یو کال مخکې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا په یوه هوايي برید کې د ایران د قدس ځواک پخوانی قوماندان جنرال قاسم سلیماني او د عراق د شیعه ملېشو یو مشر ووژل شول.

راپورونه وايي، هوايي ډګر ته نژدې د برید سیمه، تېرماښام، زیارت ته په ورته یو څه بدل شوې وه.

سرې پټې ترې راتاو شوې، په منځ کې یې د سلیماني او المهندس عکسونه ايښي وو او شااوخوا یې ماتم کوونکو شمعې بلې کړې وې.

تېر کال د امریکا له خوا د ایران د قدس ځواک د قوماندان جنرال سلیماني وژنې د ایران او امریکا ترمنځ د پوځې جګړې د نښتو وېره رامنځته کړې وه.

د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوه چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ډونالډ ټرمپ متحده ایالتونه د ایران سره له نړیوال اټمي تړون وایستل او پر تهران یې بېرته اقتصادي بندیزونه ولګول.

د سلیماني د قتل پرمهال ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر ولیکل چې نوموړي"په اوږده موده کې زرګونه امریکایان وژلي او یا بد ژوبل کړي او همدارنګه یې د نورو د وژلو پلان درلود."

ټرمپ وايي قاسم سلیماني په اوږده موده کې زرګونه امریکایان وژلي
ټرمپ وايي قاسم سلیماني په اوږده موده کې زرګونه امریکایان وژلي

ایران د دې وژنې په غچ کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډو توغندي وتوغول.

د سلیماني د قتل د کالیزې په پوره کېدو په عراق کې امنیتي تدابیر زیات شوي او بغداد کې د امنیت د ټېنګښت لپاره اضافي سرتیري ځای پرځای شوي دي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې مناسبت د کېدونکو اعترضونو د امنیت لپاره یې پر یو پلان کار کړی دی.

د بغداد په زرغونې سیمې کې چې بهرني سفارتونه او حکومتي ودانۍ په کې دي هم اضافي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG