ټاکل شوې چې د ځوانانو د کټګورۍ د ووشو ژمنۍ سیالۍ سبا دوشنبه (د مرغومي ۱۵مه) په کابل کې پیل شي.
د افغانستان د ووشو فدراسیون رئیس سيد رحمن یورس نن یکشنبه (د مرغومي ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ به د دوو ورځو لپاره د کابل د ۶۷ کلپونو ترمنځ ترسره شي.
ښاغلی یورش وایي، په دې سیالیو کې د ١٥ تر ١٨ کټهګوریو پورې ځوانانو ګډون کوي.
هغه زیاته کړه چې د دې سیالیو د ترسره کولو هدف د ځوانانو د استعدادونو لوړول او ملي لوبډلې ته د غوره ځوانانو ټاکل په ګوته شوي.
د یادونې وړ ده چې راتلونکي سې شنبې به د لویانو سیالۍ هم پيل شي.