د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

لرغونپوهانو د ایټالیا پومپیي ښار کې د خوراک او څښاک یو بشپړ ځای کشف کړ


د ایټالیا پومپیي ښار
د ایټالیا پومپیي ښار

لرغونپوهانو د ایټالیا په پومپیي ښار کې چې د میلادي نهه اویایم کال اتش فشان لاندې کړی و، د خوراک او څښاک پلورنځی موندلی دی.

د دې پلورنځي نوم 'ترموپولیوم' دی. دا یوه لاتیني اصطلاح ده او هغه ځای ته ویل کېږي چې هلته د څښاک تاوده توکي پلورل کېږي.

دا ځای تېره اوونۍ کشف شو او لا هم د لیدونکو لپاره نه دی پرانېستل شوی.

لرغونپوهانو په دې ځای کې داسې شیان موندلي دي چې نژدې دوه زره کاله پخواني دي.

د پلورنځي مخې ته ګردي ګردي نغري دي او داسې ښکاري چې خواړه به یې پيرودونکو ته دلته ایښودل.

پر دیوالونو یې د څارویو او مرغانو انځورونو دي چې یو چرګ سم ښکارې او دوه هیلۍ راځوړندې معلومېږي او دا به د هغو خوړو تصویرونه و چې په دې ځای کې به پلورل کېدل.

لرغونپوهه ویلاریا اموریتي وایي چې په دې ځای کې د خوګ، غواګۍ یا حلزون او غویي غوښې هم پلورل کېدې.

د پومپي د لرغونې سیمې مدیر ماسیمو اوسانا رویټرز اژانس ته وویل چې دا بې ساری کشف دی، لومړی ځل مو د خوراک او څښاک یو بشپړ ځای موندلی دی.

لرغونپوهانو دلته یوه بروزني کاسه، سرامیک لوښي، د شرابو لپاره پیالې او د خوړو او څښلو لپاره یو شمېر نور توکي هم پیدا کړي دي.

پومپيي د ناپولیس جنوب ختیځ ته په ۲۳ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده چې یو وخت په کې ۱۳ زره خلک اوسېدل او بیا اتشفشان دا ټوله سیمه لاندې کړه.

په دې لرغوني ځای کې چې په ۶۶ هکتاره ځمکه ودان شوی و، له اوولس سوه پنځوسم میلادي کال راهیسې په منظم ډول کیندنې روانې دي چې تر اوسه یې له درېیو دوه برخې کشف شوي دي.

XS
SM
MD
LG