د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۵

هرات کې د فوټبال سيالۍ؛ تورغونډۍ لوبډلې زنده جان ته ماتې ورکړه

آرشیف
آرشیف

هرات د ولسوالیو ترمنځ د فوټبال سیالیو په دوام نن تورغونډۍ لوبډلې د هرات د زنده جان ولسوالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هرات د ورزشي ادارې فنی مدیر ضیاالحق ضیا نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه سیالۍ د لوبغاړو د هڅوونې او د فوټبال په غوره لیګ کې د غوره لوبغاړو د ټاکلو لپاره پیل شوي.

د ښاغلي ضیا په خبره په دغو سیالیو کې د شینډنډ،کرخ، زنده جان، شهرک، تورغنډۍ،ګلران،کهسان او ګذرې لوبډلو ګډون کړی.

د هرات د ورزش ادارې چارواکي وايي، تراوسه ٩ لوبې شوې چې لومړنۍ مرحله به یې د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

تمه ده چې په اونۍ کې له هرې لوبډلې دوه مخکښ ټیمونه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG