د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

کریستیانو رونالدو د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو


کریستیانو رونالدو
کریستیانو رونالدو

د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې او ایټالوي کلب یوونټوس نامتو لوبغاړی کریستیانو رونالدو د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

دا مراسم تېره شپه په دُبۍ کې نیول شوي و چې د نړۍ مشهوره او نامتو لوبغاړو له ډلې کریستیانو رونالدو د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.

دغه جایزه د ګلوب ساکر له لوري د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو غوره د فوټبال لوبغاړي ته ورکړل شوه.

رونالدو تر دې دمه پورې ۱۰۲ ګولونه د خپل ملي ټیم پرتګال لپاره لګولي او د کلب لوبو لپاره‌یې بیا ۶۵۴ ګول‌وهنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG