د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

ډونالد ټرمپ د حکومت د لګښتونو لایحه تر څو ورځني ځنډ وروسته توشېح کړه


ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د مرستې او د حکومت د لګښتونو لایحه تر څو ورځني ځنډ وروسته توشېح کړه.

د دغه څو ورځني ځنډ پر مهال د ملیونونه امریکایانو لپاره د بې‌کارۍ د اضافي پیسو ورکړه درېدلې وه او قانون جوړوونکو خبرداری ورکړ چې ممکن حکومتي چارې ودرېږي.

ټرمپ پرون (یکشنبه) ناوخته پر دې لایحې لاسلیک وکړ.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی و چې د دغه سند نه‌لاسلیکول به ناوړه پایلې ولري.

د لاسلیک شوې لایحې له مخې، هغو امریکایانو ته د سړي سر ۶۰۰ ډالر ورکول کېږي چې عاید یې کم دی.

د ولسمشر ټرمپ یوه نیوکه دا وه چې دا پیسې کمې دي او غوښتنه‌یې کړې وه چې باید ۲،۰۰۰ ډالره وي.

XS
SM
MD
LG