د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

افغانستان کې د روباټ جوړونې او تخنیکي تعلیماتو انسټټیوټ جوړېږي


د افغانستان تخنیکي او مسلکي ادارې مشرې ندیمه سحر (ښی) او د ستیزن فان ډیجیټال مؤسسې مشرې رویا محبوب ترمنځ کابل کې د همکارۍ د هوکړه‌لیک لاسلیک غونډه
د افغانستان تخنیکي او مسلکي ادارې مشرې ندیمه سحر (ښی) او د ستیزن فان ډیجیټال مؤسسې مشرې رویا محبوب ترمنځ کابل کې د همکارۍ د هوکړه‌لیک لاسلیک غونډه

په افغانستان کې د روباټ جوړونې او تخنیکي تعلیماتو ځانګړی انسټټیوټ جوړېږي او دا انسټیوټ د افغانستان تخنیکي او مسلکي ادارې او روباټیک ټیم ترمنځ د ګډې همکارۍ په ترڅ کې لومړی د کابل پوهنتون انګړ او بیا نورو ولایتونو کې فعالیت پيلوي.

د تخنیکي او مسلکي ادارې مشرې ندیمه سحر وايي، د دې هوکړې پر بنسټ به نږدې راتلونکي کې د کابل پوهنتون انګړ کې د رویا پردازان انسټټيوټ، د لېسې او انسټټیوټ په کچه د ساینس، روباټ جوړونې او ځینو نورو تخنیکي برخو کې د زده‌کړو لړۍ پیل کړي.

اغلې سحر زیاتوي: "کابل پوهنتون کې ۱۰ جریبه ځمکه کې به جوړېږي، د دې ځای تر جوړېدو پورې به موږ روباټیکې ډلې ته بل ځای ورکړو."

د اغلې سحر په وینا، دا انسټټیوټ به وکولای شي تر راتلونکو څو کلونو د ساینس او روباټ جوړونې برخه کې مسلکي کسان وروزي او د هېواد اقتصاد کې د پام وړ ونډه واخلي.

د هرات د روباټیک د نجونو ټیم
د هرات د روباټیک د نجونو ټیم

په ورته وخت کې د روباټیک ډله یا د ستیزن فان ډیجیټال مؤسسې مشره رویا محبوب وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې د رویا پردازان د انسټټیوټ جوړونې او نورو چارو لپاره اي اېل بهرني پوهنتون د ۲۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.

اغلې محبوب زیاتوي، ستیزن فان ډيجیټال تر دې دمه د روباټیک ډلې ترڅنګ دوه نورې ډلې روزلي، خو د رویا پردازان انسټټیوټ جوړېدو سره به ټول هېواد کې تخنیکي برخه کې سلګونه ماشومان او ځوانان وروزل شي.

دا وايي: "موږ په پام کې لرو چې اوس يوازې ۸۰۰ زده‌کوونکي وروزو، په پام کې ده چې کابل او هرات کې موږ ته لنډ مهالي ځایونه راکړل شي او هیله لرو چې نورو مرکزي ښارونو کې یې هم راکړي ترڅو په رسمي او اکاډمیک ډول د زده‌کړو لړۍ پیل کړو."

د هرات د روباټیک د نجونو ټیم
د هرات د روباټیک د نجونو ټیم

په هرات ولایت کې د روباټ جوړونې ډلې تر دې دمه ځیني روباټونه او ګېمونه جوړ کړي او د کرونا ویروس خپرېدو سره‌یې تنفسي دستګاه هم جوړه کړې ده.

د افغانستان تخنیکي او مسلکي اداره اوس‌مهال ټول افغانستان کې یوازې د تخنیکي زده‌کړو برخه کې ۳۷۸ لوی او واړه مرکزونه لري چې ۶۴،۰۰۰ زده‌کونکي په‌کې زده‌کړې پر مخ بیایي.

XS
SM
MD
LG