د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

فرانسې او جاپان د کرونا د نوې بڼې لومړۍ پېښې تایید کړې


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

فرانسې او جاپان د کرونا د نوې بڼې د لومړیو پیښو تایید وکړ.

د فرانسې روغتیا وزارت په یوه بیان کې وویل، د فرانسوي ټست د جمعې په ورځ مثبت شو. دی په وروستیو کې په انګلستان کې و.

یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو هم د کرونا د دې نوې بڼې د مثبتو پېښو خبر ورکړی دی.

د دې کرونا په اړه ویل شوي دي چې ژر له یوه تنه بل ته لېږدي خو د مخکنۍ کرونا په څېر دا ناروغي وژونکې نه ده.

روغتیایي چارواکي وایي، دا هم تر اوسه معلومه نه ده چې جوړ شوي واکسینونه به د کرونا پر دې نوې بڼې اغیز کوي که نه کوي.

د جاپان روغتیا وزیر نوریسا تامورا خبري غونډې ته پرون وویل چې پنځه تنه وروسته تر دې قرنطین شول چې دا تایید شوه چې دوی په دې نوې کرونا اخته شوې دي.

دا پنځه تنه مخکې تر دې له بریتانیا جاپان ته تللی و چې جاپان له بریتانیا څخه د مسافرو پر تګ بندیز ولګوي.

XS
SM
MD
LG