د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

پکتیا کې د سرتیرو ګډوډ یونیفورم؛ "چاسره خپله ستونزه شریکه کړو؟"


د پکتیا اوسیدونکي وايي،د هر ارګان اړوند سرتیري د خپلو ځانګړو یونیفورمونو کارولو ته اړ کړي.  
د پکتیا اوسیدونکي وايي،د هر ارګان اړوند سرتیري د خپلو ځانګړو یونیفورمونو کارولو ته اړ کړي.  

پکتیا کې د افغان د بېلابېلو ادارو اړوند افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا د یونیفورم په کارولو کې بې نظمۍ او ګډوډۍ خلک اندېښمن کړي دي.

دوی له امنیتي مسولانو غواړي چې دا ستونزه دې هواره کړي او د هر ارګان اړوند سرتیري د خپلو ځانګړو یونیفورمونو کارولو ته اړ کړي.

د پکتیا اوسیدونکي وايي چې د ګردېز له ښاره د باندې په زیاتره پوستو او چک پاینټونو کې افغان سرتیري د خپل ارګان د ځانګړي یونیفورم خلاف د نورو قطعاتو لباسونه پر تن کوي.

یوتن اوسیدونکی اسدالله وایي، د افغان سرتېرو په لیکو کې د نظامي لباس ګډوډیو دوی ته هم ستونزې جوړې کړي او ډېر کله نه پوهیږي چې خپله ستونزه له چا سره شریکه کړي او څه ډول چلند وکړي؟

افغان سرتیري
افغان سرتیري

دی وايي: "د پولیسو له چک پانیټونو سره بلد یوو، خو کله چې دوی د قطعه خاص دریشي لیدلي اچولي وي، نو فکر کوو، نوې څوک راغلي دي، ناڅاپه بریک مو ورته نیولی دی، خو چې ووینو هغه پولیس وي، دا ستونزه ډېره ده او نه شو کولی د دې لباس له امله دوی تفکیک کړو چې دوی څوک دي؟"

د پکتیا یو بل اوسیدونکی جاوېد تنویر وایي، ګډوډ نظامي لباس که له یوې خوا خلکو ته ستونزې جوړوي، له بلې خوا په ټولو افغان ځواکونو د خلکو باور هم کموي.

دی وايي: "موږ لیدلي چې سیمه ییز پولیس او ملي پولیس له خلکو او موټرو د لارو په سر پیسې اخلي، خو کله چې دوی د امنیت، اردو یا د قطعه خاص دریشي اغوستي وي، نو خلک فکر کوي چې که دا ارګانونه هم دا کار کوي، سبا بیا په دوی هم د خلکو باور ختمیږي."

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ازادي راډیو ته وویل چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د هر ارګان لپاره د واحد یونیفورم د رامنځته کولو لپاره پلان جوړ شوی او د تطبیق په اړه یې ټولو مسولینو ته جدي لارښوونې شوي دي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي

ښاغلي فدايي زیاته کړه: "محلي پولیس اوس په افغان ملي اردو کې منسجم شوي دي او دوی به د اردو یونیفورم اغوندي، پاڅونوال سیمه ییز خلک دي او دوی به هماغه سیمه ییز لباس پر تن کوي او ملي پولیسو ته په ۱۴۰۰ کال کې یو ډول یونیفورم په پلان کې دی."

په پکتیا کې د افغان سرتېرو په ځانګړي ډول د پولیسو پر ناسم نظامي لباس په داسې مهال نیوکې کیږي چې د دوشنبې په ورځ د دې ولایت امنیه قوماندان اختر محمد شاهین استعفا وکړه، خو لا هم د نوموړي استعفا د ولسمشر او کورنیو چارو وزارت له خوا نه ده منل شوې.

که څه هم نوموړي د استعفا لامل نه دی څرګند کړی، خو نوموړي ته نږدې سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې د پولیسو په لیکو کې د فساد، کم ظرفیتۍ او د نه مسلکي توب له امله یې استعفا ورکړې.

XS
SM
MD
LG