د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

احمدولي هوتک د نشه‌يي توکو پرضد د مبارزې پولیسو د سفیر په توګه وټاکل شو


ښاغلي هوتک وویل هڅه به وکړي چې خپل پروګرامونه عملي کړي، څو پولیس او امنیتي ځواکونو ته روحیه ورکړل شي.
ښاغلي هوتک وویل هڅه به وکړي چې خپل پروګرامونه عملي کړي، څو پولیس او امنیتي ځواکونو ته روحیه ورکړل شي.

که څه هم افغانستان د نړۍ په کچه د نشه‌يي توکو په کښت کې لومړی مقام لري، خو د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې د پولیس په توګه یو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک د سفیر په توګه وټاکه.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د سفیر په توګه د یوه افغان لوبغاړي ټاکل، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د عامه پوهاوي په برخه کې یو اغېزمن ګام دی.

دی وايي: "دا په دې معنا ده چې که یو ځوان پر ځان باور وکړي، ورزش وکړي او له نشه‌‌يي توکو ځان وساتي، په هر ماموریت او دنده کې به د یوه ملي اتل په توګه را څرګند شي."

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي

په ورته وخت احمد ولي هوتک د نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د سفیر په توګه خپله ګمارنه د ځوانانو لپاره یو ښه پیغام بولي چې په خبره یې، څو له نشه‌يي توکو ځان وساتي.

دی وايي: "دا چې زه سفیر ټاکل شوی یم، هڅه به وکړم چې خپل پروګرامونه عملي کړم، څو پولیسو او زموږ امنیتي ځواکونو ته روحیه ورکړي. همدا ډول ځوانانو ته به یو ښه پیغام ورکړي، څو نشه و نه کړي او ورزش وکړي."

احمد ولي هوتک داسې مهال له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د سفیر په توګه ټاکل کېږي چې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معینیت وايي، اوس هم په هېواد کې په پراخه سطحه نشه‌‌يي توکي کرل کېږي.

د چارواکو له قوله، د دې نشه‌يي توکو ۸۵ سلنه په هغو سیمو کې کرل کېږي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق
د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق

د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق وايي: "د نشه‌يي توکو د کښت له اړخه که ووایم، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۲۶۳ زره هکټاره ځمکه کې او په ۲۰۱۹ کال کې بیا په ۱۶۳ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې کرل شوي، یعنې تېر کال یې کښت کم شوی."

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په روان میلادي کال کې ۲زره ۹۰۱ عملیات د نشه‌يي توکو د له‌منځه وړو او یا هم د قاچاق د مخنیوي لپاره کړي چې په پایله کې یې ۳ زره ۴۱۸ تنه کسان هم نیولي چې ۹۸ یې د عامه خدمتونو کارکوونکي دي.

د دې وزارت له قوله، په نیول شوېو کې ۱۰ تنه د قرغیزستان، هندوستان، روسیې او متحده عربي اماراتو اوسېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG