د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

کرونا؛ چارواکي: خلک دې د کرسمس په پار له راټولېدو ډډه وکړي


په یوکراین کې د نوي کال لپاره مراسم
په یوکراین کې د نوي کال لپاره مراسم

په نړۍ کې د کرونا ویروس د چټکې خپریدا پر مهال چارواکو له عامو خلکو غوښتي چې د کرسمس او د نوي کال د شپې د لمانځلو په پار له راټولېدو او غونډو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا واکسین خلکو ته هیلې پیدا کړي، ځکه سلګونه میلیونه انسانان تر محدودیتونو لاندې ژوند کوي.

له دې سره په بریتانیا او جنوبي افریقا کې د کرونا ویروس بېلابېلو بدلون موندلو بڼو د خبرداري زنګونه وهلي، دا د ویروس دا صلي بڼې پرتله ژر له یوه بل انسان ته د لېږد وړ دي.

له دې سره- سره یو شمېر اروپایي هېوادونو له پرون راهیسې له بریتانیا سره پر تګ راتګ د بندیزونو لرې کول پیل کړل، خو په دې شرط چې د تلونکو کسانو د کرونا معاینه منفي وي.

په امریکا کې د ساري ناروغیو لوړپوړي متخصص انتوني فوچي ویلي، تراوسه شواهد نشته، خو داسې ښکاري چې بریتانیا کې د کرونا د بدلې شوې بڼې ویروس امریکا کې هم موجود وي.

دا په داسې حال کې ده چې نن به مکسیکو او کوستاریکا د بیو ان ټیک او فایزر کمپنیو له خوا جوړ د کرونا واکسین لومړني دوزونه پر خلکو تطبیق کړي.

XS
SM
MD
LG