د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

جرمني کې د روغتون تازه اعلامیه: ناوالني په 'نوویچوک' زهري موادو مسموم شوی و


د کرملېن منتقد الکسي ناوالني
د کرملېن منتقد الکسي ناوالني

د کرملېن د مخکښ مخالف الکسي ناوالني د مسمومېدو په اړه د هغه روغتون وروستۍ نتیجه خپره شوې ده چې دی په‌کې بستر و او تر دې پېښې دوه ورځې مخکې په خپله ناوالني یوه وېډیو خپره کړه چې په‌کې دی د روسیې د استخباراتو د یوه غړي له خولې خبرې اخلي.

جرمني روغتون په خپله نوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې الکسي ناوالني د نوویچوک د اعصابو په ګاز مسموم شوی و.

ناوالني د اګسټ په ۲۰مه د روسیې دننه د کورنۍ الوتنې پر مهال په الوتکه کې سخت ناروغه شو، بیا په سایبریا کې د اومسک ښار په روغتون کې بستر شو چې وروسته جرمني ته د درملنې لپاره انتقال شو.

دي لانسیت طبي ژورنال د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه برلین کې د شاریتیه روغتون د ډاکترانو له لوري د ناوالني د درملنې تفصیل خپور کړ.

په دې راپور کې راغلي چې د جرمني یوه نظامي لابراتوار چې د کیمیاوي وسلو د پراختیا د مخنیوي د سازمان له لوري دنده ورسپارل شوې وه د ناوالني په وینه کې د نوویچوک زهري اثار تشخیص کړل.

الکسي ناوالني روغتون کې د درملنې پر مهال
الکسي ناوالني روغتون کې د درملنې پر مهال

د جرمني دا روغتون وایي چې ۴۴ کلن ناوالني له مرګه وژغورل شو او ښایي علت‌یې هم دا وي چې کله دی مسمومېده هغه وخت‌یې صحت ښه و.

د لوېدیځ یو شمېر نورو لابراتوارونو هم ورته نتیجه مخکې اخیستې وه.

نوویچوک ماده د پخواني شوروي اتحاد په وخت جوړه شوې وه او یوازې روسیه کولای شي چې کنټرول‌یې کړي.

مسکو بیا بیا د ناوالني د مسمومېدو خبر رد کړی دی.

ناوالني د ده د مسمومیت په اړه د تازه راپور تر خپرېدو دوه ورځې مخکې د روسیې د فدرالي امنیت د خدماتو د ادارې له یوه مشکوک غړي سره د خپلو خبرو یوه وېډیو خپره کړې وه.

دا غړی د ټیلیفوني مکالمې پر مهال وایي چې استخباراتو د نوویچوک ماده سایبریا ته د ناوالني د سفر پر مهال د هغه په داخلي جامو کې ایښې ده.

ناوالني وویل چې ده د فدرالي امنیت د خدماتو د ادارې دې غړي ته ځان د امنیت شورا غړی معرفي کړی و څو په دې ډول له ده خبرې واخلي.

XS
SM
MD
LG