د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

خلک: پکتیا کې دې بې اسناد موټر په تدریجي ډول بند کړل شي


د پکتیا مرکز ګردېز ښار
د پکتیا مرکز ګردېز ښار

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د بې اسناده موټرو له بندېدو وروسته به د دې ولایت اوسیدونکي د تګ راتګ پر مهال د ټرانسپورټي وسایلو د کمښت له ستونزې سره مخ شي.

دوی وایي، حکومت د ناامنۍ د پېښو د کنترول لپاره باید له بدیلو داسې طرحو کار واخلي چې له یوې خوا خلکو ته سهولت رامنځته شي او له بلې خوا حکومت د امنیت په ټینګښت کې هم بریالی شي.

د بلدې د نجونو د ښوونځۍ مدیر معاون نایاب وایي، شااوخوا دوه کاله وړاندې ځایي امنیتي ادارو د امنیت د ټینګښت په موخه په موټر سایکلونو بندیز ولګاوه او دوی هم د ستونزو د حل لپاره ارزان بیه پاکستاني د چپ لاس موټر واخېستل.

د افغانستان په نقشه کې د پکتیا ولایت
د افغانستان په نقشه کې د پکتیا ولایت

دی زیاتوي، نږدې یوه نیمه اوونۍ وړاندې خبر شو چې نورپه دې وسایطو هم بندیز لګول شوی او په خبره یې دا ډول پریکړو یې په دنده او ورځنیو چارو کې له ستونزو سره مخ کوي.

ښاغلی نایاب وايي: "زه خپله لس کیلو متره لېرې ښوونځي ته ځم، بیا یې چې کله موټر سایکل بند کړل، موږ استادان او مدیران سختو ستونزو سره مخ شو، هره ورځ به مو سلو او یو نیم سل افغانۍ کرایه ورکوله، بیا ځینو استادانو پاکستاني چپ لاس موټر واخېستل اوس یې دا هم بند کړل، نو نه پلیټ لرونکي موټر شته او د ټرانسپورټ اسانتیاوې هم نشته."

له اویا سلنې پورته خلک له بې اسناده موټرو ګټه اخلي.

یوازې نایاب نه دی چې نور به په خپل پاکستانی چپ لاس موټر کې ښوونځي ته نه شي تللی، بلکې د پکتیا اوسیدونکي وایي، د دې لپاره چې دا ډول موټر ورته ارزانه تمامیږي، نږدې په هر کور کې دا ډول موټر شته چې خلک ترې د ورځنیو چارو لپاره ګټه اخلي.

د پکتیا د ترافیکو مدیریت د مسولینو په وینا په دې ولایت کې له اویا سلنې پورته خلک له بې اسناده موټرو استفاده کوي.

د لویې پکتیا د فرهنګي ټولنې مشر سیدجمال الدین اصف خېل وایي، پر بې اسنادو او کیڼ لاسو موټرو بندیز ښايي د نظم او امنیت برخه کې یو ښه پرمختګ وي، خو دا چې دې ولایت کې ګڼ خلک له دا ډول موټر کار اخلي، حکومت باید دا پریکړه تدریجي عملي کړي او د خلکو ستونزه هم نظر کې ونیسي.

دی وايي: " پکتیا کې ۹۹ سلنه موټر بې اسناده دي، په ټوله کې دغه پریکړه په امنیت هېڅ تاثیر نه لري، ځکه تېر کال موټر سایکل بند شول، خو هېڅ تاثیر یې ونه کړ، دوی دې معقولې لارې پیدا کړي، یا دې موټر مؤقت ثبت کړي او اسناد دې ورکړي یا دې هم بدیله لاره پیدا کړي."

د ګردېز ښار
د ګردېز ښار

د پکتیا د ولایت مقام ویاند عبدالرحمن منګل وایي، ولایتي ادارې دغه پرېکړه د امنیت د ټینګښت لپاره کړې، خو دې بدیلو لارو په اړه یې وویل:"په همدغه موضوع ولایتي اداره له مرکزي ادارې سره په ګډه کار کوي، څو په ګډ یوه ښه د حل لاره ورته پیدا کړو، د اوس لپاره پرېکړه دا ده چې د افغانستان لاس موټر ثبتیږي او د پاکستان لاس موټر بند دي."

څو ورځې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د خوست او ننګرهار ولایتونو والیانو ته دنده وسپارله چې د پاکستان لاس موټر پرته له دې چې پلېټ ورکړل شي، ثبت او مالومه کړي چې په دې ولایتونو کې په څومره شمېر له ورته موټرو استفاده کېږي؟

په پکتیا کې په چپ لاس موټرو په داسې مهال بندیز لګیږي چې نږدې دوه کاله وړاندې د پکتیا ځایي ادارې په دې ولایت کې د جنایي او ترهګریزو پېښو د کمښت په هدف په موټر سایکلو بندیز ولګاوه، که څه هم ولایتي اداره د دې پرېکړې له عملي کېدو وروسته د یو شمېر پېښو د کموالي خبره کوي، خو د پکتیا اوسیدونکي بیا وایي، په پېښو کموالی نه دی راغلی او لا هم په دې ولایت کې وژنې، تښتونې او نورو جنايي جرمونه دوام لري.

XS
SM
MD
LG