د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

قزاقستان د نوي جوړ شوي "کوېډ١٩" ضد واکسین تولید پيل کړى


آرشیف
آرشیف

قزاقستان وایي، د روسیې له خوا جوړ شوي د کرونا ویروس پر ضد سپوتنیک وي واکسین تولید یې پیل کړی دی.

دا هېواد په پام کې لري، چې د راتلونکې کال په لومړیو کې د کرونا ويروس په وړاندې د واکسین یو پراخ کمپاین پیل کړي.

د قزاقستان صدراعظم عسکرمامین په مرکزي ښارقره غندي کې د درملو جوړلو په یوه فابریکه کې نن رسماً د سپوتنیک وي واکسین د تولید لیکه پرانستله.

د قزاقستان د دولت د رسینو دفترو يلي، چې د واکسین د دغه کمپاین په ترڅ کې به چې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې پیلېږي، لومړی روغتیایي کارکونکو، ښوونکو، زده کونکو او محصلانو، د قانون د تنفیض افسرانو او هغو کسانو ته دغه واکسین ورکړل شي چې د لوړو خطرونو په ډله کې راځي.

سپوتنیک وي واکسین چې په روسیه کې یې له مخکې تطبیق پیل شوی، د اروپایي ټولنې د درملو د تنظیمونکو ادارو له خوا تراوسه نه دى تایید شوی.

XS
SM
MD
LG