د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ مرغومی ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۲۹

اېم اېس ډوني، روهېت شرما او ویرات کولي 'IPL' کې تر نورو ډېرې پیسې ګټلي


د هند د کرکټ لیګ اتلولي

اېم اېس ډوني، روهېت شرما او ویرات کولي له هغو درېیو لوبغاړو دي چې د هندوستان په «IPL» کې تر نورو ډېرې پیسې ګټلې دي.

اېم اېس ډوني چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په ای پي اېل کې لوبېږي او د چینای سوپرکېنګز لوبډله‌یې رهبري کړې ده، د ای پي اېل له طریقه ۱۳۷ کروړه هندي روپۍ ګټلې دي.

روهېت شرما چې د ممبيي انډینز لوبډلې اوسنی لوبډلمشر دی، پنځه ځلې یې د ای پي اېل اتلولۍ ګټلې دي.

ده د آی پي اېل له لارې ۱۳۱ کروړه هندي روپۍ ګټلې دي.

ویرات کولي چې د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر دی، د کرکټ نړۍ کې مشهور لوبغاړی دی.

ده ۱۲۶ کروړه هندي روپۍ ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG