د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

مودي د سکانو عبادتځای ته په ناببره ورتګ سره خلک هک حیران کړل


د سکانو ګوردواره یا عبادتځای ته په ناببره ورتګ سره صدراعظم نریندرا مودي خلک هک حیران کړل.

هغه په ګوردواره کې له نورو سره یوځای د احترام مراتب پرځای کړل او بیا یې هلته له ورغلو کسانو سره عکسونه واخیستل.

دا په داسې حال کې ده، چې د سکانو پراخې ډلې، د صدراعظم مودي د زراعتي اصلاحاتو پر خلاف د مظاهرو رهبري کوي.

په هندوستان کې دننه او بهر سکان د کرنیزو مارکېټونو د مقرراتو د فسخه کېدو خلاف دي.

دوی وايي، دا کار کروندګر په مالي لحاظ زیانمنوي او زیاته مالي ګټه خصوصي شرکتونو ته رسوي.

په سپټمبر میاشت کې د تازه قانون له مخې حکومت به په تضمین شویو بیو له کروندګرو زراعتي محصولات نه رانیسي او کروندګر به یوازې د خصوصي رانیوونکو د اصولو او ټاکلو بیو تابع وي.

واکمن ګوند "بي جي پي"ویلي، چې د کرنې په برخه کې تازه اصلاحات چې پر اساس یې خصوصي سکټور ته په کرنیز مارکیټ کې زیاته ونډه ورکړل شوې، د کروندګرو عواید نه کموي.

صدراعظم نریندرا مودي د دغو اصلاحاتو دفاع کړې او ویلي یې دي دا به د دغه هېواد کرنیز سکټور په بشپړ ډول بدل کړي، لسګونو زره کروندګرو ته به د مالي راکړې ورکړې زمینه برابره کړي او پانګوال به پر کرنه پانګونې ته وهڅول شي.

په پنجاب کې چې سکان په کې اکثریت دي او ګاونډي ایالت هریانا کې په مظاهرو راوتلو کروندګرو هغه لویې لارې چې نوي ډیلي ته غځېدلي بندې کړي دي.

مظاهره چیانو په وار- وار پر یوه جوړجاړي د سلا کېدو لپاره د صدراعظم مودي او د هغه د وزیرانو هڅې له ناکامۍ سره مخامخې کړې دي.

دې وضعیت د اوسني حکومت په شپږکلنه واکمنۍ کې د کروندګرو لپاره تر ټولو لوی کړکېچ رامنځته کړی دی.

په همدې لړ کې تېره چهارشنبه یوه ۶۵ کلن سک د مظاهرو په یوه ساحه کې د اعتراضونو پر مهال ځانوژنه وکړه.

XS
SM
MD
LG