د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۱۷

سویس د "فایزر او بایو ان تیک" شرکتونو د واکسین لګولو ته اجازه ورکړه


آرشیف

د سویس روغتیايي چارواکو نن د فایزر او بایو ان تیک شرکتونو د واکسین لګولو ته اجازه ورکړه.

د دغه هېواد چارواکي وايي سویس لومړنی هېواد شو، چې د کوویډـ۱۹ ضد واکسین د غیراضطراري کارونې تصویب ته لار اواروي.

تر دې مخکې د امریکا د خوړو او درملو د خوندیتوب ادارې، د کرونا وایروس ضد دویم واکسین چې موډرنا شرکت جوړ کړی د اضطراري کارونې اجازه ورکړه.

یوه ډله متخصصانو د دغه واکسین د کارونې موضوع تایید کړې وه.

د امریکا د خوړو او درملو د خوندیتوب ادارې هغه واکسین ته هم جواز ورکړ، چې فایزر او بایو ان تیک شرکتونو جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG