د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

کورنیو چارو وزارت: غزني کې چاودنې ۱۵ تنه وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د غزني ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې له ۳۰ زیاتو ماشومان ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سیمه ییز چارواکي وايي چې چادونه د ګېلان ولسوالۍ په اغوجان کلي کې د یوه بنجاره په زرنج کې شوې ده.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه جزئیات ورکړل: "یوه بنجاره چې درې څرخه ورسره وه په کلي کې ماشومان پرې راټول شوي دي او وروسته په دې درې څرخه کې چاودنه شوې. ۱۱ ماشومان شهیدان شوي او شااوخوا ۲۰ نور چې عمرونه یې د ۸ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي ټپیان شوي."

د کورنیو چارو وزارت په چاودنه کې د ۱۵ کسانو د مړینې او شلو نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې پېښه د یوې زړې سرګولې د چاودېدو له کبله شوې ده.

XS
SM
MD
LG