د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

"افغانستان کې کارګر ماشومان د اعتیاد له ګواښ سره مخ دي"


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

کار د ماشومانو ذهني او جسمي وده کمزورې کوي او په نشو باندې د اخته کېدلو امکان یې ډېروي.

ازادي راډیو د سرباز په نوم له یوه داسې ماشوم سره خبرې کړي چې ۱۴ کاله عمر لري او معتاده مور یې د نشې پرېښودلو له پاره په یوه روغتون کې بستري ده.

سرباز چې له کاره تر خلاصېدو وروسته هره ورځ د مور پوښتنې ته روغتون ته ورځي.

دی وايي: د مور او پلار اعتیاد دې ته اړ کړی چې خپلو خویندو او وروڼو ته خواړه او جامې برابرې کړي: "ډېر کار مې وکړ، په هوټل کې مې کار وکړ، دوه ځایه مې په نانوايي کې کار وکړ، کله چې مې په هوټل کې کار کاوه، مزدوري مې لږ وه، په هغو پيسو مې ګوزاره نه کېده، بیا مې له نورو خلکو سره هم کار کاوه. هغه پیسې به مې مور او پلار ته نه ورکولې، ځکه په دې پيسو به یې پوډر اخېسته، په هغو پیسو به مې خپلې خور ته بوټونه او ډوډۍ پیرل. کله چې به مې مور او پلار نشه کوله، هغه مهال به موږ هم ورسره ښه و، خو کله چې به دوی خمار وو، هغه مهال به موږ هم ورسره بې سده و."

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې په افغانستان د نشه يي موادو ډېروالي ته په پام سره کارګر ماشومان د نشه يي موادو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې په افغانستان د نشه يي موادو ډېروالي ته په پام سره کارګر ماشومان د نشه يي موادو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د افغان دولت څېړنې ښيي چې په افغانستان کې نږدې درې لکه کسان په مستقیم ډول نشې کوي.

ډېری معتادین په ښارونو، ګڼه ګوڼه ځایونو او داسې سیمو کې نشې کوي چې هلته ماشومان اوسېږي او یا تګ راتګ کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې ماشومان، په ځانګړي ډول کارګر ماشومان ځکه د اعتیاد له جدي ګواښ سره مخ دي چې بېلابېلې ډلې ناوړه کار ځنې اخلي او په دې ډول يې په نشو باندې اخته کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبدالکریم هاشمي وايي چې په ماشومانو باندې درانه کارونه کول او په عمومي ځایونو او ښارونو کې نشه يي موادو ته اسانه لاسرسي د ماشومانو اعتیاد ته لاره اواره کړې ده.

افغان کارګر ماشوم
افغان کارګر ماشوم

ښاغلي هاشمي زیاته کړه: "تر ۱۵ کالو واړه کسان باید کار و نه کړي، ځکه چې کار د دوی پر جسمي او ذهني ودې سخته بده اغېزه کوي، د چا عمرونه چې تر پنځلسو کالو لوړ وي، هغوی کولای شي چې د کار د قانون پر اساس یوازې سپک او اسانه کارونه وکړي او له دې لارې د زده کړې او کورنۍ لګښتونه پوره کړي. هغه ماشومان چې په کارخانو کې يا کورونو څخه دباندې کار کوي، امکان لري چې له معتادينو سره اشنا شي، د دغه ډول ماشومانو د معتاد کېدو امکان ډېر دی."

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې نړیوالې ادارې څېړنې ښيي چې په نړۍ کې د ټولو معتادینو په سلو کې درې یې ماشومان دي او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس د هرې ورځې په تېرېدو سره په دې هېواد کې معتاد ماشومان په داسې حال کې ډېرېږي چې د درملنې امکانات یې لږ دي.

راپور: مرسلین ارسلا

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG