د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

ډان: شاه محمود قریشي په اسلام‌اباد کې د طالبانو د ډلې هرکلی کړی


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې په یوه مطلب کې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن په اړه لیکلي چې په افغانستان کې به د هغه هېواد د پوځي حضور په برخه کې کوم سیاست مخته یوسي.

خپرونې لیکلي چې لا هم روښانه نه‌ده بایډن به له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو په برخه کې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه تعقیب کړي او که به د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره یو کوچنی ځواک هلته پرېږدي.

خو د لیکوال په باور دواړه انتخابونه نیمګړي دي.

د دې مطلب په دوام کې راغلي، له افغانستان څخه په وتلو سره به دا هېواد چې اوس په‌کې د لیکوال په خبره طالبان تر پخوا لا پیاوړي شوي او القاعده او د اسلامي دولت ډله حضور په‌کې لري، د ترهګرۍ په نړیوال مرکز بدل شي.

لیکوال زیاتوي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د یوه کوچني ځواک ساتل به هم د امریکا پر وړاندي د تر ټولو جدي ګواښ مخه ونه‌شي نیولی.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر کریستوفر مېلر د عقرب میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ چې هېواد یې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۱۵مې پورې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له ۴،۵۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته راټیټوي.

په فرانسه کې د سیاسي چارو افغان کارپوه طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل چې بایډن هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو طرفدار دی، خو د فرهادي په باور ښایي د بایډن اداره یو شمېر ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره په افغانستان کې وساتي.

  • ډان

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې لیکلي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام‌اباد کې د طالبانو د ډلې هرکلی کړی.

د ورځپاڼي په لیکنه، قریشي په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان پر هیلې ټینګار وکړ.

لیکوال زیاتوي، د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی د چهارشنبې په ورځ د درې ورځني سفر لپاره پاکستان ته ورسېد.

ډان ورځپاڼې لیکلي، قریشي د طالبانو له پلاوي سره تر لیدو وروسته په یوې خبري غونډه کې خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اسلام‌اباد ته د طالبانو د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه شوی دی.

په اعلامیه کې د تاوتریخوالي د ژر تر ژره کمېدو، اوربند او د مذاکراتو له لاري تل‌پاتې سولې ته د رسېدو پر اهمیت ټینګار شوی.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹مه په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره یوه موافقه لاسیک کړه.

بل‌خوا طالبانو او د افغانستان دولت تر شاوخوا درې میاشتنیو خبرو اترو وروسته د سولې د اصلي مذاکراتو د پیل لپاره پر یوې کړنلارې موافقه وکړه.

خو له دې سره سره لا هم طالبانو د اوربند لپاره د دولت پرله‌پسې غوښتنې نه‌دي منلي.

XS
SM
MD
LG