د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

امریکا کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر بیا لوړ شو


په امریکا کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر پرون سې شنبه(د لېندۍ ۲۵مه) بیا د ریکارډ کچې ته لوړ شو، دا په داسې حال کې ده چې دغلته څه باندې سلو روغتونونو خپلو کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین پیل کړی.

د امریکا ټولو پنځوسو ایالتونو کې روغتیایي مرکزونو ته دغه واکسین چې د فایزر او بیو ان ټیک کمپنیو له خوا جوړ شوی ، رسیدلی دی.

د جان هاپکېنز پوهنتون شمېرې ښيي چې امریکا کې په یوه ورځ څه باندې ۲۴۸ زره کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

په امریکا کې تراوسه له ۳۰۳ زرو ډېرو کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG