د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ مرغومی ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۳۴

"سږ ځینې خبریالان ځکه زنداني شوي چې د کرونا پېښې کمې ښکاره کړي"


په ایران کې د کرونا له امله مړه شويو خلکو ته قبرونه کیندل کیږي

د خبریالانو د خوندیتوب ټولنه وایي، سږکال د پام وړ خبریالان د دې لپاره د حکومتونو له لورې په نړۍ کې زنداني شوي دي چې د کرونا وبا پېښې کمې ښکاره کړي او د مدني ناکراریو راپورونه ورنه کړي.

په نیویارک کې مېشتې دې ټولنې نن په یوه راپور کې وویل چې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې لږ تر لږه ۲۷۴ خبریالان بندیان شوي دي.

د دې ټولنې په وینا د نولس سوه نویمې لسیزې له پیله تر اوسه کله هم دومره خبریالان د یوه کال په ترڅ کې نه و نیول شوي.

په راپور کې راغلي دي چې چارواکو د دې لپاره خبریالان نیولې دي چې د کرونا وبا راپورونه کنټرول کړي.

د راپور له مخې لږ تر لږه دوه خبریالان تر نیولو وروسته په بند کې د دې له امله مړه شوې دي چې په کوویډ نولس ناروغۍ اخته شوي وو.

XS
SM
MD
LG