د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

د امرالله صالح د وروستي څرګندونو پر وړاندې د شیعه مشرانو غبرګونونه


د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت د ګوند مشر محمد محقق
د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت د ګوند مشر محمد محقق

د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستیو څرګندونو ته له غبرګون وروسته د نوموړي دا خبرې سمې بللې دي.

ښاغلي صالح تېره ورځ د هغه کسانو له قوله چې نوموړی يې "طالب داعشیان" بولي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې کله بندیان يې اعدام شي نو دغه ډله به په کابل د شیعه ګانو په مسلخ بدل کړي.

د ښاغلي صالح دې څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي، خو د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر د رسنیو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد وايي، د ښاغلي صالح موخه خلکو ته د افغانستان د دښمنانو ور پېژندل وو: "د جمهور رئیس د لومړي مرستیال د خبرو موخه دا ده چې خلک باید پوه شي چې د افغانستان دښمنان په ځانګړي ډول طالبان، داعش، القاعده او نورې تروريستي ډلې چې په افغانستان کې ورانکاري فعالیتونه کوي څوک دي؟ د کوم فکر خاوندان دي؟ له کومې فتنې او وحشت نه ګټه اخلي؟ څو خپلو موخو ته ورسېږي."

XS
SM
MD
LG