د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

تمه ده بېلاروس خپل ځینې ځمکني سرحدونه وتړي


ارشیف، لیتوانیا سره د بېلاروس یوه پوله
ارشیف، لیتوانیا سره د بېلاروس یوه پوله

ټاکل شوې بېلاروس د دسمبر میاشتې له شلمې وروسته خپل ځینې ځمکني سرحدونه د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف وتړي.

چارواکو ویلي، پر دغو پولو به یوازې هغو کسانو ته د سفر اجازه ورکوي چې کار یا زده کړو ته روان وي.

تراوسه معلومه نه ده چې دغه بندیزونه به څومره وخت دوام وکړي؟

دا اقدام داسې مهال د خلکو د تګ راتګ په وړاندې یو خنډ بلل کېږي چې دغه هېواد کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراضونه روان دي.

د دولت سیاسي مخالفان له لوکاشینکا چې د اګسټ په ټاکنو کې بریالی اعلان شوی، غواړي چې استعفا وکړي.

XS
SM
MD
LG