د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

د پکتیا بزګران او بڼوال: د جوړېدونکو ۳۶۰ سړو خونو ویش کې بې عدالتي شوې


ارشیف، د پکتیا ولایت
ارشیف، د پکتیا ولایت

په پکتیا کې یو شمېر بزګران او باغ لرونکي وایي، د کرنې ریاست له خوا د جوړېدونکو ۳۶۰ سړو خونو په ویش کې بې عدالتي شوې او ځينې سړې خونې یو شمېر غیر مستحقو کسانو ته ورکړل شوي دي.

رحیم ګل د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ په مچلغو کې په ۱۷ جریبه ځمکه یو لوی باغ جوړ کړی، شااوخوا دوه زره ونې لري چې یوازې ۱۷۰۰ سوه یې د مڼو دي.

رحیم ګل وایي، یوه ورځ د کرنې ریاست یوه ډله ورته راغله او له نوموړي سره یې د سړې خونې د جوړېدو ژمنه وکړه او د جوړېدو لپاره یې ټول مراحل پای ته ورسول.

دی وایي، وروسته خبر شو چې د ده حق د سیمې یو بل داسې کس ته ورکړل شوی چې له ده یې باغ کوچنی او د ونو شمېر یې کم دی.

افغان بزګران
افغان بزګران

رحیم ګل وایي، د سړو خونو په دغه ویش کې وړ کسان همداسې پاتې شوي او په خبره یې د کرنې ریاست دغې چارې ډېر خواشيني او ګیله من کړی دی: " که د مستحقو کسانو وای، په مچلغو کې له مانه د بل چا لوی باغ نشته، خو دوی ترې پیسې اخلي او بدل کې یې ورته سړه خونه ورکوي. دا ټول فساد دی، که حق وي، له مانه د بل چا لوی باغ نشته."

سړې خونې له باغ لرونکو سره مرسته کوي چې په کې رسیدلې مڼې، د مناسب مارکیټ تر موندلو پورې د څه وخت لپاره پرته له دې چې خرابې شي وساتي.

اسرار احمد له خوست ولایت څخه پکتیا ته راغلی، څو د دې ځای مڼې واخلي او بیا یې په خوست او پکتیکا کې وپلوري.

دی وایي، د سړو خونو د نشتوالي له امله دغه مڼې په ډېره ټیټه بیه اخلي او په ډېره کمه ګټه یې د پکتیکا، خوست سربېره د امکان په صورت کې په ګاونډي هېواد پاکستان کې پر نورو سوداګرو پلوري.

دی وايي: "دا مڼې موږ وړو خوست ته، بیا پاکستان ته ځي او په نیمه بیه خرڅيږي، موږ سړوخونو ته ډېر ضرورت لرو، که دا جوړې شي نو تولید به زیات شي، قیمت به زیات شي، باغ لرونکو ته به هم فایده ډېره وي او موږ تجارانو ته هم فایده زیاته وي."

د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۶۰ سړې خونې جوړوي چې له بشپړېدو وروسته به بزګران ترې د مڼو، پیازو، کچالو او ممیزو د ساتلو لپاره ګټه واخلي، خو د ناعادلانه ویش ادعا نا سمه بولي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس محمد دین مومند وايي، ځینو باغ لرونکو ته د بودیجې د کموالي له کبله سړې خونې نه دي رسیدلي.

ښاغلي مومند زیاته کړه: "د ویش په اړه به دومره ووایم چې په پیل کې موږ ډېر کسان په نظر کې نیولي وو، خو وروسته چې د پارلمان له خوا بودیجه کمه منظوره شوه خونې هم را کمې شوې، نو یو تعداد دهاقین چې هغوی مستحق هم وو، پاتې شول."

د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولینو د بزګرانو هغه خبرې هم رد کړې چې په وینا یې په یو شمېر دغو سړو خونو په ویش کې فساد شوی او د پیسو په بدل کې ویشل شوي دي.

دوی وایي، که بزګران او نور خلک د دې فساد شواهد او اسناد ولري او له دوی سره شریک شي، حاضر دي چې په فساد کې ښکېل کسان عدلي او قضایي ادارو ته ور وپيژني.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

XS
SM
MD
LG