د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

د بودجې او د کرونا ویروس اړوند د ژغورنې پلان تصویب لپاره د اروپايي ټولنې نوې هڅه


ارشیف، اروپايي ټولنه
ارشیف، اروپايي ټولنه

د پولنډ ولسمشر وايي اروپايي ټولنه یوه توافق ته نږدې شوې چې د دغه هېواد او هنګري د ویتو له حقه په ډډه کولو سره د دې ټولنې بودجه او د کرونا ویروس اړوند د ژغورنې پلان تصویب کړي.

د پولنډ ولسمشر اندرې دودا له خپل چکي سیال میلوش زیمان سره پرون په پراګ کې د خبرو پر مهال خبریالانو ته وویل چې د اروپايي ټولنې د بودجې په اړه د توافق یوه طرحه او یو مشروط مېکانیزم شته.

د پولنډ ولسمشر اندریه دودا
د پولنډ ولسمشر اندریه دودا

وارسا او بوداپست ویلي چې د ۱،۸ تریلیونه یورو بودجه به ويتو کړي. په دې بودجه کې ۷۵۰ میلیارده یورو هغه پیسې هم شاملې دي چې ۲۷ غړي لرونکې دا ټولنه د کرونا ویروس د دوهمې څپې پر مهال له اقتصادي بحرانه وژغوري.

هنګري او پولنډ دواړو د اروپايي ټولنې د قضا، رسنیو او غیر دولتي ادارو له خپلواکۍ څخه د سرغړونې په خاطر د دې ټولنې تر تحقیقاتو لاندې دي او د اروپايي ټولنې له بودجې او کرونا ویروس له فنډ سره اړوند قانون د یوې نوې مادې له کبله‌یې لسګونه میلیارده یورو ته د لاسرسي مخه نیول کېدای شي.

یوه جلا مورد کې د پولنډ یوه بل چارواکي په وارسا کې د نوم نه‌ښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دواړو هېوادونو مخکې د اروپايي ټولنې د جرمني له مشرتابه د بودجې یوه طرحه منلې او اوس سترګې په لاره دي چې نیدرلنډ او نور منتقد هېوادونه‌یې هم تأیید کړي.

دا مسئله به د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر په ۱۰مه د خبرو موضوع وي.

د اروپايي ټولنې د اقتصاد کمېشنر پاولو جینټیلوني دواړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که دوی له خپله مخالفته لاس وانه‌خلي، اروپايي ټولنه اماده ده چې له دوی پرته پرېکړه وکړي.

ده ویلي چې هنګري او پولنډ ته دې روښانه وي چې اروپايي ټولنه به ویتو ته سر ټيټ نه‌کړي.

د هنګري صدراعظم ویکټور اوربان
د هنګري صدراعظم ویکټور اوربان

د هنګري صدراعظم ویکټور اوربان د ډسمبر په څلورمه نېټه وویل چې بوداپست به د قانون عملي کولو له مادې سره توافق ونه‌کړي.

ده وویل چې موږ غړو هیوادونو ته روښانه ویلي چې له دوی پرته مخکې ځو، خو ډاډه یم چې په پای کې به یو توافق وشي.

XS
SM
MD
LG