د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

امریکا کې په کرونا د اخته شوېو کسانو شمېر له ۱۵ میلیونو واوښت


ارشیف، امریکا کې د کرونا د درملنې یو روغتون
ارشیف، امریکا کې د کرونا د درملنې یو روغتون

په امریکا کې په کرونا د اخته شوېو کسانو شمېر په داسې حال کې له ۱۵ میلیونو واوښت چې دغلته مسؤلین د کرونا ضد واکسین بیړني تایید ته یو قدم نژدې شوي دي.

سبا د دسمبر په لسمه اړوند چارواکي امریکا کې غونډه کوي او پر دې خبرې کوي چې د فایزر او بیو ان ټیک شرکت واکسین ته بیړنۍ اجازه ورکړي او که نه؟

امریکا کې په تېرو ۷ ورځو کې په اوسط ډول هره ورځ شااوخوا دوه زره کسان له کوېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله مړي شوي دي او دې موده کې د ناروغانو بستري کېدل هم د ریکارډ کچې ته رسیدلي دي.

بریتانیا پرون لومړنی هېواد شو چې خپلو اتباعو ته یې د کرونا ضد واکسین پیل کړ.

همدا نن د بریتانیا روغتیایي چارواکو وویل، هغه کسان چې د لوړې کچې حساسیت لري، باید له دې واکسینه ډډه وکړي، ځکه د واکسین پر وړاندې د ځینو همدې ډول خلکو وجود غبرګون ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG