د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۰

افغان حکومت د کرونا له کبله د ځپلي اقتصاد په خاطر مالیاتي جریمې معافوي

ارشیف، کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.
ارشیف، کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.

افغان حکومت وایي، د کرونا وبا له کبله د ځپل شوي اقتصاد په خاطر مالیاتي جریمې معافوي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن د چهارشنبې (د لېندۍ ۱۹مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې کابینې دا پریکړه له خصوصي سکټوره د ملاتړ په هدف کړې ده.

ښاغلي مسجدي زیاته کړه، هغه مالیه ورکونکي چې د را روانې میاشتې تر پایه د ١٣٩٩ او یا له هغه د وړاندې کلونو اصلي مالیه ورکړي له مالیاتي جریمو معاف کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG