د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د بارسلونا ژوبڼ ۴ زمریان په کرونا ویروس اخته شوي


آرشیف
آرشیف

د هسپانیا د بارسلونا ښار د ژوبڼ څلور زمریان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

کله چې د ژوبڼ ساتونکي په زمریو کې د کرونا ویروس خفیفو نښو ته متوجه شول، دغه زمریان معاینه شول.

د بریتانیا د میټرو خپرونې په حواله، دغه زمریان کومه تنفسي ستونزه نه لري.

د بارسلونا ژوبڼ مسوولانو په یوه اعلامیه کې په کرونا وایروس د زمریانو د اخته کېدو پېښه تایید کړې ده.

چارواکو پرون وویل، چې په کرونا ویروس د زمریانو د اخته کېدو د دلیل په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG