اذربایجان د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو له کبله د قرنطین موده وغځوله او د خلکو پر راتګ یې محدودیتونه سخت کړل.
د کرونا ویروس پر وړاندې د حکومت له خوا ګمارل شوې ډلې پرون سې شنبه وویل، قرنطین د جنورۍ تر ۳۱مې تمدید شو.
دې ډلې په یوه اعلامیه کې وویل، پر پلازمېنه باکو او ګڼو نورو مهمو ښارګوټو به ټولبند/ لاکډاون حاکم وي.
په اذربایجان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر یو لک او۵۴ زره او ۱۵۲ او د مړو شمېر ۱۷۱۳ تنه ثبت شوی دی