د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

د خبیرپښتونخوا ایالت په یوه روغتون کې یې د ۷ کارکونکو دندې ځنډول شوي


پېښور کې د یوه روغتون څنډه
پېښور کې د یوه روغتون څنډه

پاکستاني چارواکي وایي، د خبیرپښتونخوا ایالت په یوه روغتون کې یې د اوو کارکونکو دندې وروسته تر دې وځنډولې چې پر کوېډ۱۹ ناروغۍ بستر شوي شپږ ناروغان یې له کافي مصنوعي اکسیجنه پرته پریښي و چې له امله یې مړه شول.

په هغه لومړني راپور کې چې په پیښور کې د خیبر کدري روغتون پرون یکشنبې خپور کړ، ویل شوي پنځه ناروغان د دغه روغتون د کرونا ویروس په ځانګړې څانګه او یو په عاجله څانګه کې د مصنوعي اکسیجن د نشتوالي له امله مړه شوې دي.

د دغه روغتون رییس طاهرخان هم د هغو کسانو په ډله کې چې دندې یې ځنډول شوې دي.

په پاکستان کې د کرونا له ۴۱۶ زره زیاتې پېښې ثبت شوي او له امله یې له ۸ زره او درې سوه زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG