د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۴

د اډېډاس په یوه جوړه کرمچونو یو میلیون ډالره بیه ټاکل شوې


د اډیډاس کرمچې
د اډیډاس کرمچې

د اډېډاس په یوه جوړه کرمچونو یو میلیون ډالره بیه ټاکل شوې.

اډېډاس د ورزشي کرمچونو پېژندل شوې کمپنۍ ده.

د بوټانو شتمنو مینه والو ته یو وار بیا قیمتي او لوکس کرمچ جوړ شوي.

اډېډاس شرکت چې د کرمچ/بوټانو په جوړولو کې نړیوال شهرت لري دا وار د پروکلین یا چیني جوړولو له میسین جرمني کمپنۍ سره په ګډه یو جوړه لوکس کرمچ جوړ کړي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د اډېډاس دا کرمچونه په نیویارک کې د ساتبي له شرکت سره دي.

د راپور له مخې د لوکسو توکو او هنري اثارو کاروباري شرکت ساتبي وايي چې تمه لري دا جوړه کرمچونه په بولۍ کې په یو میلیون ډالر وپلورل شي.

که کرمچونه په دې بیه وپلورل شي نړیوال ریکارډ به جوړ کړي ځکه تر اوسه د پروکلین کرمچونه په دومره لوړه بیه نه دي پلورل شوي.

د اډېډاس دا کرمچونه زي اکس اته زره نومول شوي.

په کرمچونو باندې چې تلی، بندونه او شاوخوا سپین رنګ لري دپاسه د پروکلین په مټ رنګه نقاشۍ او ګلان ایستل شوي دي.

د اډیډاس کرمچې
د اډیډاس کرمچې

پروکلیني یا چیني انځورونه او ګلان اکثر د چینايي لرغونې انځورګرۍ او هنري اثارو څخه په الهام ایستل شوي.

پروکلین د کاشي یا سیرامیکو ګرانبیه ډول دي چې اکثر ترې لوکس توکي جوړېږي خو دا لومړی وار دی چې د کرمچونو د ډیزاین او ښایست لپاره ترې کار اخیستل شوی.

دا کرمچونه سر له نن یعنې د ډسمبر له اوومې د ډسمبر تر شپاړسمې په انلاین بڼه خرڅلاو او بولۍ ته وړاندې شوي.

تر ټولو عجیبه لا دا چې دا کرمچ د اغوستلو لپاره نه دي بلکې یواځې د یوه ښایسته توکي په توګه باید وساتل شي.

XS
SM
MD
LG