د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

د وسلو د پلور نړیوال بازار د چا په واک کې دى؟


د چین نظامي تجهیزاتو يو انځور-ارشيف
د چین نظامي تجهیزاتو يو انځور-ارشيف

چینايي او امریکایي شرکتونه د وسلو د پلور ۷۵ سلنه نړیوال بازار په واک کې لري.

د نړیوالې سولې په اړه د ستوکهولم د څېړنو موسسې ویلي چې امریکايي او چینایي شرکتونو په ۲۰۱۹ کال کې د وسلو په بازار باندې واک چلاوه.

د دغه موسسې د راپور له مخې امریکايي او چینايي شرکتونو تېر کال د نړۍ د وسلو په پلور کې ۷۵ سلنه لاس درلود.

د ستوکهولم د څېړنو موسسې د راپور له مخې چې دوشنبه خپور شوی دی په نړۍ کې د ۲۰۱۹ کال پر مهال د ۲۵ فعالو تسلیحاتو شرکتونو له ډلې ۱۲ یې امریکايي و چې ټولټال یې ۶۱ سلنه بازار په واک کې درلود، حال دا چې چینایي شرکتونو یواځې ۱۵ اعشاریه اوه سلنه ونډه درلوده.

دغو ۲۵ لویو شرکتونو اته نیم سلنه پرمختګ کړی چې ټولټال خرڅلاو یې ۳۶۱ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د وسلو د پلور د سر لومړي پنځه شرکتونه لاکهید مارټین، بوئینګ، نورثروپ ګرومان، ریتئون او جنرال داینامیکز ټول امريکايي دي.

د سټوکهولم د سولې د نړیوالې څېړندویې موسسې SIPRI یا سيپري راپور وايي، چې څلور لوی چینایي شرکتونه د لومړي ځل لپاره د وسلو پنځه ویشتو لویو شرکتونو په ډله کې راغلي دي.

پخوا د دغو چینايي شرکتونو په اړه معلومات نه ورکول کېدل.

دوه روسي شرکتونه هم الماز انتي او یونایتید شېب بېلډینګ په پنځلسمه او پنځه ویشتمه رده کې ځای لري.

د سټوکهلوم سيپري موسسه وايي، دغو شرکتونو په ۲۰۱۹ کال کې لږ عواید کړي و او ټول ټال څلور سلنه نړیوال تسلیحاتي بازار یې په واک کې درلود.

د وسلو د پلور یو بل روسی شرکت یونایټیډ ایرکرفټ د پنځه ویشتو لویو شرکتونو له ډلې لوېدلی ځکه چې په عوایدو کې یې یو میلیارد او درې سوه میلیونه ډالره کموالی راغلی دی.

د چین اویک AVIC، سی‌ای‌تی‌سی و نورینکو په تریب شپږم، اووم او نهم ځایونه لري.

د بریټانیا د وسلو د پلور شرکت بي ای اې په اووم ځای کې دی.

د سټوکهلوم د موسسې د راپور له مخې امریکا لسیزې کېږي، چې د نړۍ د وسلو د پلور په بازار واک چلوي خو چینايي شرکتونه لومړی وار ۲۰۱۹کال وتوانېد د وسلو د پلور ونډه پنځه فیصده زیاته کړي.

د وسلو د پلور په دې لویو شرکتونو کې لومړی وار د متحده عربي اماراتو یو شرکت هم ځای شوی.

د نړیوالې سولې په اړه د ستوکهولم د څېړنو موسسه په ۱۹۶۶ کال کې د سویډن د پارلمان په مصوبې سره رامنځته شو او له هغه وخت راهیسې په نړۍ کې د وسلو د پلور او پېر او پوځي لګښتونو په اړه څېړنې کوي.

XS
SM
MD
LG