د امریکا د برحاله ولسمشر ډونالد ټرمپ شخصي وکیل رودي جولیاني په 'کووېډ-۱۹' اخته شوی دی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د نیویارک د پخواني ښاروال د کرونا ټسټ مثبت راوتلی.
د جولیاني زوی او د ټرمپ ځانګړي سکرتر اندریو بیا پر ټویټر لیکلي، د پلار وضعیتیې ښه دی او جدي ساتنهیې کېږي.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ۷۶ کلن جولیاني روغتون کې بستر شوی، خو نه ده او نه هم کوم روغتون دا خبره تأیید کړې ده.
جولیاني په څو ایالتونو کې د ټاکنو د پایلو د بدلون په هڅو کې د ډونالد ټرمپ د حقوقي ټیم مشري کوي.
تر اوسه دغه ټیم نهدی توانېدلی چې له ادعا سره سم ټاکنو کې د درغلیو شواهد وړاندې کړي.
د دوی اکثره قضایي دوسیې د قاضیانو لهخوا رد شوې دي.