د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

انډرسن: نور له امریکایي کرکټ لوبډلې سره د امریکا په ملاتړ لوبېږم


د نیوزیلېنډ د کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر کوري انډرسن
د نیوزیلېنډ د کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر کوري انډرسن

د نیوزیلېنډ د کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر کوري انډرسن اعلان کړی چې له دې وروسته به له امریکایي کرکټ لوبډلې سره د امریکا په ملاتړ لوبېږي.

نوموړی لومړی ځل ۷ کاله وړاندې د نیوزیلېنډ په ملي لوبډله کې ولوبېد او یوځل یې په ۳۵ توپونو د چټکې سلیزې ریکارډ هم جوړې کړی دی.

نوموړي دا ریکارډ په یو ورځنیو لوبو کې د ویسټ انډیز خلاف جوړ کړ.

دی له دغې سلیزې وروسته خورا مشهور شو او د هندوستان په 'ای.پي.اېل' کرکټ لیګ کې د بنګلور لوبډلې وپېره.

انډرسن د توپوهونې سربېره ښه توپ اچونه هم کوي او د نړۍ په مشهورو الراونډرانو کې حساب دی.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکی کال په امریکا کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون د مېجر په نامه کرکټ سیالۍ پېلېږي او سر له اوسه یې د لوبډلو اخېستل دواطلبۍ ته وړاندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG