د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

نيوزيلینډ د پاکستان کرکټ لوبډلې ته د تمريناتو اجازه ورنه کړه


ارشیف، په نیوزلینډ کې پاکستانۍ لوبډله
ارشیف، په نیوزلینډ کې پاکستانۍ لوبډله

نيوزيلینډ د پاکستان کرکټ لوبډلې ته د تمريناتو اجازه ورنه کړه، په دې هېواد کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د يو شمېر لوبغاړو د کرونا ټېسټونو د مثبت راتلو څخه وروسته د یاد هېواد روغتيا وزارت پاکستاني لوبغاړو ته د تمريناتو اجازه نه ده ورکړې.

له دې وړاندې په پلان کې وه چې د قرنطین د څو ورځو تېرولو وروسته به پاکستاني لوبغاړو ته اجازه ورکړل شي چې خپل تمرينونه ترسره کړي، خو اوس پاکستاني لوبغاړي له تمريناتو منع شوي دي.

بل لورته د پاکستان کرکټ بورډ ويلي دي چې د لوبغاړو لپاره يې سخت ده، خو بيا هم دوى نه غواړي چې دا سيالۍ لغوه شي.

په نيوزيلېنډ کې د پاکستان د ٥٤ لوبغاړو څخه د ٤٤ لوبغاړو د کرونا ټېسټونه منفي دي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د نومبر په ٢٤مه نېټه نيوزيلېنډ ته تللې ده

XS
SM
MD
LG