د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

پاکستان: کرونا ویروس په پنځو ورځو کې ۱۰ ډاکتران مړه کړي


په پاکستان کې ټول ټول ۴۱۰ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې څه باندې ۸۲۰۰ تنه مړه شوي.   
په پاکستان کې ټول ټول ۴۱۰ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې څه باندې ۸۲۰۰ تنه مړه شوي.   

کرونا ویروس په پاکستان کې په ۵ ورځو کې ۱۰ ډاکتران مړه کړي.

د پاکستان د روغتیاپالانو ټولنې یا (پي ايم اې) په يو راپور کې ويلي چې دا ډاکتران د نومبر له ۲۷مې څخه د دیسمبر تر دويمې نېټې پورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مړه شوي.

د پي ايم اې راپور وايي چې نومبر میاشت د ډاکترانو لپاره تر ټولو مرګونې وه ځکه د کرونا له لاسه اتلسو ډاکترانو ساه ورکړه.

په دې سره په په کوویډ۱۹ ناروغۍ باندې په پاکستان کې د ټولو مړو شوو ډاکترانو شمېر ۳۰۸ ته رسېدلی دی.

پاکستاني ډاکترانو په اکتوبر کې وېره څرګنده کړې وه چې که حکومت د کرونا وبا د دوېمې څپې مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته نه کړل نو دا څپه به د لومړۍ هغې په نسبت زياته خطرناکه وي.

د حکومتي شمېرو له مخې په پاکستان کې د نومبر له ۱۲ مې يو وارې بيا هره ورځ له ۲۰۰۰ زيات کسان په کرونا اخته شوي.

په پاکستان کې ټول ټول ۴۱۰ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې څه باندې ۸۲۰۰ تنه مړه شوي.

XS
SM
MD
LG