د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د پاکستاني کرکټ لوبډلې ۸ لوبغاړي په کرونا اخته دي


د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله

د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم اته لوبغاړي په کرونا اخته شوي.

دوی د نیوزیلنډ پر وړاندې د لوبو لپاره د ملي ټیم له نورو لوبغاړو سره یوځای نیوزیلنډ ته تللي.

د نیوزیلنډ د روغتیا وزارت چهارشنبه (د لیندۍ ۱۱مه) اعلان وکړ چې نن د یوه لوبغاړي ټیسټ مثبت راوتلی او په دې سره په کرونا د اخته پاکستاني لوبغاړو شمېر اتو ته رسیدلی دی.

په تېرو څو ورځو کې د ۷ لوبغاړو د کرونا ټيسټونه مثبت وتلي وو.

پاکستان او نیوزیلنډ د ډسمبر له اتلسمې درې شل اوریزې او دوه ټیسټ لوبې پیلوي.

د پاکستان کرکټ بورډ ډاډ ورکړی چې په کرونا اخته لوبغاړي د نیوزیلنډ له خوا په قرنطین کې ساتل کېږي او هر یو به په ښه کېدو سره خپلو تمرینونو ته ورګرځي څو د لوبو لپاره چمتو شي.

نیوزیلنډ د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو دی چې د وختي محدودیتونو په خاطر یې کرونا تر ډېره کنټرول کړه او کم خلک يې ناروغه شول.

هلته اوس وخت یوازې ۷۲ کسان کرونا لري (فعاله قضیې) چې ټول یې تر درملنې لاندې دي.

XS
SM
MD
LG