د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د بې ماسکه مشتریانو پېژندلو په هدف جاپان کې روباټ جوړ شوی


ارشیف
ارشیف

په جاپان کې یو روباټ جوړ شوی چې په پلورنځیو کې بې ماسکه مشتریان پېژني او خبرداری ورکوي.

دا روباټ هغه سودا اخیستونکي ته چې ماسک ونه لري، په جدي لهجه وايي، «باید ماسک وکاروې.»

پر دې روباټ یې روبو وای نوم ایښی.

دا روباټ د جاپان د مخابراتي تحقیقاتو نړیوال انستیتوت جوړ کړی دی.

دی د جاپان د روغتیا وزارت د لارښوونو پر اساس خلکو ته سپارښتنې کوي.

په جاپان کې ټولټال یولکو ۵۰ زره تنه په کورونا وایرس اخته شوي چې د هغو له منځه ۲ زره ۷۵ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG